اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش
د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت؛ په ارزګان ګې د روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شو
دید خبرې آژانس: د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د فروشې سیمه کې د ۳۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه معیاري روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه روغتیايي مرکز د یو.اېن.اېچ.سي.ار په مالي ملاتړ او د ډبلیو.اې.ډبلیو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړیږي، چې ۳۶ مجهزې خونې به ولري او د سیمې خلکو ته به پراخ او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې زرګونه روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.