د ۳۲۸ زره ډالرو په ارزښت؛ په پنجشېر کې ۱۵ زره قیراطه زمرد وپلورل شول
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ۱۵ زره ۵۵۲ قیراطه زمرد د ۳۲۸ زره ۹۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري ویلي چې دا داوطلبۍ د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې په شفافه او عادلانه توګه ترسره شوې ده.
په ورته وخت کې دوو هندي سوداګرو د پنجشېر له والي محمد اغا حکیم سره کتلي او د یاد ولایت په کانونو کې یې د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
د پنجشېر والي د دغو طرحو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت اداره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هر اړخیز ملاتړ ته چمتو ده.
د هند د قیمتي ډبرو سوداګر دیوی یاج وسنجي هم د افغانستان د اقتصادي فرصتونو هرکلی کړی او د هېواد امنیت یې ستایلی دی.
نوموړي ویلي، چې هڅه به وکړي نور هندي پانګوال هم افغانستان ته د پانګونې په پار راجلب کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.