د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت؛ په نورستان کې ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
دید خبرې آژانس: د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې (بیروج، کونزایټ او مارګنایټ) د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کمېټې په شتون کې د بولۍ له لارې وپلورل شوې.
د نورستان د کانونو ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شفافه بولي د کانونو ریاست، مستوفيت، امنیې قومندانۍ او استخباراتو استازو په حضور کې ترسره شوه چې په پایله کې یادې قیمتي ډبرې د ۳۰ میلیونه افغانیو په بدل کې ګټونکي سوداګر ته وسپارل شوې.
سرچینې زیاته کړې، له یادو پیسو ۳ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په برګمټال ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د قیمتي ډبرو بولي ترسره شوې وه.
د ځايي مسوولینو په وینا، دا ډول شفافې بولۍ د کانونو مدیریت، اقتصادي ودې او د ملي عوایدو زیاتېدو لپاره مثبت ګام بلل کېږي.