د ۲۱۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۹ کانونو تړونونه شوی
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ۲۱۳ ميليارده افغانیو په ارزښت ۹ لوی تړونونه ورکړ شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه ، د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو په برخه کې ۹ تړونونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي، چې د دغو پروژو د پانګونې ارزښت ۲۱۳ میلیارده افغانۍ دی.»
ښاغلی افغان دغه راز ټینګار کوي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیلېدو راهیسې د یو اعشاریه اته میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ کوچنیو کانونو د استخراج قراردادونه کورنیو شرکتونو ته هم ورکړل شوي دي.
هغه زیاتوي: «شاوخوا ۱۸ د کوچنیو کانونو تړونونه کورنیو شرکتونو ته سپارل شوي، چې د دې کوچنیو پروژو د پانګونې ارزښت ۱.۸ میلیارده افغانۍ دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانونو د سکټور په برخه کې پانګونې ته د چین، ایران، ترکیې، قطر، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، هند او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی و.