د ۲۰۲۴ کال پای؛ د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو ناڅرګند برخلیک
دید خبرې آژانس: ۲۰۲۴ زیږدیز کال په داسې حال کې پای ته رسېږي چې، دغه کال له سیاسي اړخه د اسلامي امارت لپاره له لوړو او ژورو سره مخ و. په دغه کال کې هم د نورو کلونو په څېر، د اساسي قانون او سرپرستې کابینې برخلیک ناڅرګنده پاتې شو.
په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې، همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مشر تازه فرمانونه او له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعاملاتو د عادي کولو په اړه د نړۍ شرطونه، د افغانستان لپاره نورې مهمې پېښې ګڼل کېږي.
دا کال په داسې حال کې پای ته ورسېد چې، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د کابل له تعاملاتو سره سره، سرپرست حکومت لا هم د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت ونه پېژندل شو.
خو د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، سرپرست حکومت له هېوادونو سره مستقیم تعاملات لري او دا په خپله د رسمیت پېژندنې په معنا دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د ۲۰۲۴ کال د مۍ پر ۷ مه نېټه ویلي و:«د اسلامي دولتونو په کنفرانس کې، اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې وه او د اسلامي امارت استازي هم هلته حضور پیدا کړ؛ نو رسمیت څه معنا؟»
رسمیت پېژندنه هغه مهمه مسئله ده چې، له ترسره کېدو سره یې د اسلامي امارت په بېلابېلو په ځانګړې توګه د سیاسي او اقتصادي اړیکو په برخه کې پراخ بدلونونه رامنځته کېږي؛ خو نړۍ دا مسئله د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د مراعات کولو، د ټولګډوني حکومت جوړېدو، د ملي خبرو پیل، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په برخو کې د سرپرست حکومت په اقداماتو پورې مشروطې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټېل د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۱۵مه نېټه ویلي:«تر هغې چې، طالبان د ټولنې ۵۰ سلنه وګړي له بشپړ ادغام او مشارکته لرې وساتي په یقین سره نهشي کولای نړۍوال رسمیت ته چې، دوی یې غواړي ورسېږي.»
سرپرست حکومت د نړۍ دا غوښتې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي او دې کال کې یې هم د تېرو کلونو په شان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
له دې سره د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې، د هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د اسلامي امارت په څه باندې ۲۴ چارواکو بندیزونه لرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۵مه نېټه د نړۍ ځينو غوښتنو ته داسې ځواب ورکړل:«د ټولګډوني حکومت موضوع، د افغانانو موضوع ده. افغانستان په هره برخه کې چې، ملي ګټې یې غوښتنه کوي پرېکړه کوي. د سیمې او همدارنګه لرې او نږدې هېوادونه دې د هغو موضوعګانو په تړاو خبرې وکړي چې، له افغانستان سره یې اړیکې څه ډول تنظیم شي او څه ډول کولای شي د سیمې په کچه د همکارۍ یوه فضا رامنځته کړي.»
په دې کال کې د اسلامي امارت د کورني سیاست په برخه کې، په هېواد کې د اساسي قانون د جوړولو مسئله لا هم نا څرګنده پاتې شوه. د عدلیې وزارت د اګسټ په ۴مه نېټه په کابل کې په یوه پروګرام کې وویل چې، تر اوسه یې د اسلامي امارت د مشر له لوري د اساسي قانون د جوړولو په اړه کوم فرمان نهدی ترلاسه کړی.
د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدر د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۴مه نېټه ویلي و:«اساسي قانون د عدلیې وزارت لپاره له عادي موضوعګانو نهدی، د هغه لپاره د امیرالمومنین له خوا حکم کېږي او د عدلیې وزارت تراوسه پر فرعي قوانینو بوخت دی او د اساسي قانون په هکله موږ ته څه نهدي ویل شوي.»
په دغه کال کې د اسلامي امارت مشر په بېلابېلو برخو کې ځینې فرمانونه صادر کړل. د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې، د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو تر اوسه ۷ قوانین توشیح شوي دي.
د عدلیې وزارت ویلي:«د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب ریاست د دندو او واکونو، د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او ځمکو له غصبه د مخنیوي، د شکایتونو د اورېدو، د سوالګرو د را ټولولو او له سوالګرۍ د مخنیوي، د صرافانو او پولي خدمتونو، د صنعتي ساحو او د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قوانین توشیح شوي دي.»
خو د دغو قوانینو له ډلې د ښځو د حجاب، د نارینو د ستر، رسنیو او له خلکو سره د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د محتسبینو د چلند په تړاو د یاد وزارت قانون چې، څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري او د اګسټ په ۲۲مه نېټه توشیح او نافذ شو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۲۲مه نېته ویلي و:«د دغه قانون پر بنسټ، نوموړی وزارت د اسلامي شریعت او حنفي فقې پر مطابق، معروفاتو ته پر امر کولو او له منکراتو منع کولو او همدارنګه د خلکو ترمنځ د سولې او ورورولۍ ټنیګښت او د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو مخنیوي ته مکلف دی.»
د وسلو او نورو نظامي وسایلو د وېش واک، د انساني قاچاق مخنیوی، د اسلامي امارت د غړو په اړه د تېر حکومت د محکمو پرېکړې او د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدل، د اسلامي امارت د مشر له نورو فرمانونو څخه دي.
متقاعده ظریفې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۱مه ویلي:«دا یو ښه خبر و او ډېر خوشحاله شوو. زموږ حقوق دې ژر ترژره راکړي چې، ژمی دی او موږ په کور کې څه نهلرو.»
سرپرست کابینه بله موضوع ده چې، په دغه کال کې یې برخلیک نا څرګند پاتې شو؛ خو وبه لیدل شي چې، په را روان زیږدیز کال کې به د اسلامي امارت پروګرامونه څه وي.