د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت؛ په ارزګان کې د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستل شوه
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، له کجکي بند څخه د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته.

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته ویلي دي: له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.
د ملا برادر په خبره، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. له همدې امله له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدریجي ډول پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره ویلي دي: د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د نړیوال اقلیمي بدلون له وجې افغانستان ته د ورپېښو زیانونو په اړه ویلي چې افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بدهمرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د پاکې انرژۍ د تولید ډېری پروژې د نړیوالو سازمانونو له لوري بندې شوې دي؛ خو د اسلامي امارت له لوري یې یوشمېر بیا پیل او پرانیستل شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو ګډ مسئولیت له مخې غږ کړی چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري ځنډول شوې پروژې له سره پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې له کجکي بند څخه د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې ياده پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.