اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت هلمند کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې
دید خبرې آژانس: د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند په شپږمه ناحیه کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مهاجرینو او مختار معلمینو د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/PS20252111-1-720x470-1.png)
د لښکرګاه ښاروالۍ د نظارت او ارزیابۍ مدیر محمد عباس زیرک ویلي، چې دغه سړک د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودېجې څخه د ۱۵ میلیونه ۳۸۶ زره ۹۰۴ افغانیو په لګښت د ۱۳۰۰ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په سور سره د مهاجرینو او مختار معلمینو د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک د درېیم فاز چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او وایي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به یې د تګ را تګ ستونزې حل او په ترانسپورټي برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.