اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د ۱۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ کونړ کې ۸۰ کیلوګرامه بیروج وپلورل شوې

دید خبرې آژانس: د کونړ ولایت سیمه ‌ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې (بیروج) د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي.

د یاد ولایت د کانونو او پترولیم رییس محمد شیرین حقاني باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو څخه ترلاسه شوي ۸۰ کیلو ګرامه ګران بیه ډبرې (بیروج) په مرکز اسعد اباد کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پلور په مرکز کې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې عوایدو څخه ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ به د دولت خزانې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې د ۴۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه قیمتي ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا