اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبشری حقونه

د یوټیوبر هورا سادات وژنه تایید شوه

دید خبری آژانس د خبر له مخې: په کابل کې د یو یوټیوبر ځوان د وژل کیدا خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور شو چې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند دا خبره تائید کړه.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د دوی ځواکونو د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نوموړي د وژنې په تور نیولي دي.

ځدراڼ وايي، هورا سادات درې ورځې وړاندې د دوشنبې په ورځ (د اسد ۳۰مه) د کابل ښار په ۱۸مه ناحیه کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

نوموړي نور جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د ده د وژنې د څرنګوالي او عاملينو په اړه پلټنې روانې دي.

ځدراڼ لیکلي: «له بده مرغه درې ورځې وړاندې د هورا سادات په نوم یو یوټیوبر د کابل په ۱۸مه ناحیه کې ووژل شو. پوليسو د پلټنو په لومړي پړاو کې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه نيولي او پلټنې ترې روانې دي. نور جزیات به وروسته شریک شي.

په تېرو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د مېرمن سادات د وژل کېدو اوازې خپرې شوې وې، خو طا-لبانو نن تایید کړې.

وروسته له هغه چې طا-لبان واک ته ورسېدل، د ځینو ژورنالیستانو په ګډون چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړې، یوټیوب چینلونو ته مخه کړه.

په همدې حال کې د هورا سادات په ګډون یو شمېر مېرمنو هم په کابل او نورو ښارونو کې له بېلابېلو کسانو سره مرکې کړې او په خپل یوټیوب چینل کې یې خپرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا