ډید خبري اژانس: یوناما وايي چې د دغه سازمان مشره روزا اوتونبایوا سبا چهارشنبه (قوس ۲۹) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي.
یوناما نن سه شنبه (قوس۲۸) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به سبا چهارشنبه د نیویارک پر وخت د سهار په ۱۰ بجو (د کابل په وخت ماسپښین ۷:۳۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د تامین غوښتنې کوم ځای ته نه دي رسېدلي او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د طا-لبانو هڅې هم ناکامې شوې دي.
په هرصورت، د سینیرلی اوغلو د وروستي راپور له مخې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې وشي.