اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د یوناما مشره کندهار ته ولاړه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه  پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا د طا-لبانو د نوي قانون له توشيح کېدو وروسته کندهار ته ولاړه.

په کندهار کې د طا-لبانو د والي د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن اوتنبایوا په دغه ولایت کې د طا-لبانو له مرستیال والي سره وکتل.

که څه هم یوناما د دې سفر په اړه تبصره نه ده کړې، خو د روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي چې هغه «د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو اترو لپاره دغه ولايت ته تللې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، د طا-لبانو مرستیال والي له مېرمن اوتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ باید په افغانستان کې د پانګونې لپاره بېلابېل دلایل وړاندې نه کړي.

کندهار ته د یوناما د مشر سفر په داسې حال کې کېږي چې د طا-لبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د طا-لبانو نوی توشيح شوي قانون اعلان کړ چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون په نوم يادېږي.

د طا-لبانو له خوا د دغه قانون توشيح کېدو پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه راوپارول، چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او سازمانونو دا غیر مشروع او «له افغان ښځو ١١٤ ورقې کرکه» وبلله.

طا-لبانو د قانون په توشيح کولو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او ازادۍ نور سخت محدودیتونه وضع کړي، تر دې چې د ښځو غږ په قانون کې «حرام» ګڼل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا