اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۱۴ حاجیان مړه شوي

دید خبرې آژانس: په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۱۴ اردني اتباع مړه شوي دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې هېواد ۱۴ اتباع “د سختې ګرمۍ د څپې له امله مړه شوي” او د ۱۷ نور لادرکه دي.

د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سرې میاشتې تایید کړې چې پنځو ایراني حاجیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه مړه شوي دي.

د اردن چارواکو ویلي چې د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دوی له سعودي چارواکو سره د وژل شویو کسانو د جسدونو د ښخولو او د هغوی د کورنیو د هیلو له مخې د خاورو ته سپارلو په اړه همغږي کوي.

حج په نړۍ کې یو له لویو راغونډنو څخه دی. د سعودي چارواکو په وینا، سږکال له ۱،۸ میلیونو څخه زیات کسان حج ته ورغلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا