اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د کړکېچ نړيواله ډله: افغانستان توليد شوي نشه يي توکي نړيوال بازار ته صادرېږي

دید خبرې آژانس: د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې ویلي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

که څه هم طا-لبانو ویلي دي چې په هېواد کې یې د نشه يي توکو کښت او قاچاق بند کړی دی، خو دغه اداره وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو یو شمېر کروندګرو د طا-لبانو د بندیز په وړاندې مقاومت کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، «آن په کندهار ولایت کې، چې د طا-لبانو د زیږون ځای دی، سرغړونه په خپل ځاى پاتې ده، او دا سرغړونه د هېواد په شمال او شمال-ختیځ کې خورا پراخه ده.»

له بل پلوه، په راپور کې راغلي چې د طا-لبانو تر واک لاندې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي په ګودامونو کې د نشه يي توکو پلورلو ته دوام ورکوي.

راپور وايي، د طا-لبانو بندیز د کروندګرو او کلیوالو کارګرانو اقتصاد چې د کار لږ امکانات لري، خراب کړى او ښځې یې اغیزمنې کړې دي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې په راپور کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې جواز لرونکي کرنیز محصولات کافي دندې نه رامنځته کوي او باید په غیر زراعتي صنایعو کې د کار پیدا کولو ته پام وشي.

دغه ډله وايي، په افغانستان کې د طا-لبانو له خوا د نشه یي توکو پر کښت او قاچاق د بندیز احتمال ناڅرګند دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وايي، د کوکنارو پر کښت د طا-لبانو بندیز په هېواد کې د شاوخوا اووه میلیونو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادوالو د دغه بندیز د پلي کېدو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي يې دي، چې طا-لبان په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې په غوراوي بڼه چلند کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا