دید خبرې آژانس: د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۴ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال ثبت شوی دی.

د دغه سازمان د مالوماتو لمخې، تېر کال لږ تر لږه ۸ زره او ۹۳۸ کسانو د کډالۍ پر سختو لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان عملیاتي مرستیالې، اوګوچي ډنیلز ویلي: «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو په مړینه کې زیاتوالی د مخنیوي وړ ناورین دی. د هر عدد تر شا یو انسان دی؛ چې مړینه یې د خپلې کورنۍ لپاره ډېره سخته ده.»
د کډوالو د مړینې ۲زره او ۷۷۸ دغه پېښې اسیا، ۲ زره او ۲۴۲ په افریقا او ۲۳۳ هم په اروپا کې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان په خبره، لږ تر لږه ۲ زره او ۴۵۲ کډوالو په مدیترانه سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور کاږي چې تاوتریخوالی لا هم یو له هغو مهمو لاملونو دی چې د کډوالو د مړینې سبب ګرځي؛ یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۶۰۰ کډوال اسیا کې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د دې شمېر زیاتوالي د کډوالۍ د خوندي او قانوني لارو د جوړېدو اهمیت دوه برابره کړی دی.