د کډوالو د ستونزو پر حل د کابل او تهران ټينګار
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره د کتنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو پر برابرېدو او د ستونزو پر حل ټینګار کړی.
په دغه کتنه کې دواړه لورو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
په کابل کې د ایران له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
علي رضا بیکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې هیله څرګنده کړه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا باندې ټينګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: «ده وویل چې د خپل هېواد سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې به له ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره لا زیاتې پراخې شي او د موجودو فرصتونو په کارولو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پراختیا یې ټینګار وکړ.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم د ښاغلي بیکدلي د ماموریت په لړ کې د د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو هیله څرګنده کړه او په ایران کې یې د افغانانو د حضور لپاره د لازمو امکاناتو د برابرېدو او د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
بل خوا، د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان بانک له رئیس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د بانکي اسانتیاوو رامنځته کېدل او د برېښنایي بانکوالۍ پر مختګ مهم وباله او په دې برخه کې یې د پراخو همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان بانک سرپرست د کابل او تهران ترمنځ د بانکي اړیکو او همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په پرمختګ کې اغېزناکه وبلله.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري بیا وايي: په دې لیدنه کې د افغانستان د ټولو رییس یادونه وکړه چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره بانکي اړیکې ډيرې مهمې دي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
علي رضا بیکدلي د روان کال د لیندۍ په څلورم د ایران د سفیر په توګه معرفي شو او د لیندۍ په لسمه کابل ته راورسېد. هغه خپل تر ټولو مهم ماموریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا وبلله.