اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د کوکنارو کښت د افغانستان په ۵ ولایتونو کې دوام لري

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د شمېرو پر بنسټ، سره له دې چې تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی، خو ساحوي شواهد ښيي چې د دغه راپور پر مهال د کوکنارو کښت تر ډېره په بدخشان، هرات، کندهار، ننګرهار او تخار ولايتونو کې دوام لري.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې طا-لبانو د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د کاوکنارو شاوخوا ۸۶۰ هکتاره کروندې له منځه وړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د می او جولای میاشتو ترمنځ، د ترياکو په بیه کې لږ بدلون راغلی او د وچو ترياکو په ملي اوسط بیه د هر کیلوګرام له ۷۳۷ څخه تر ۷۳۸ ډالرو پورې رسېدلې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په پرتله کموالی ښيي.

په راپور کې راغلي چې تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د بدیل پراختیايي پروګرام په ختیځو او سویلي ولایتونو کې له ۹۳۵ کورنیو سره د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو د تولید په برخه کې بېړنۍ مرستې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا