اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د کودتا له اعلان سره سم د نایجر ولسمشر ونیول شو

دید خبری آژانس: له نایجر څخه رپوټونه وایی چې د دغه هیواد یوې ډلې قوماندانانو د ملی ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه اعلان کړی چې د یوې کودتا له لارې قدرت ترلاسه کړی دی.

دغو قوماندانانو د دغه هېواد د اساسي قانون د انحلال په اړه وويل او په لوېديځه افريقا کې يې د دغه هېواد پولې تړلې او حکومت يې منحل کړى دى.

د نایجر جمهوریت ولسمشر محمد بازوم د چهارشنبه له سهار راهیسې د ولسمشرۍ ګارد تر محافظت لاندې دی او په یو ډول زنداني دی.

عماد عبدالرحمن د نایجیریا د پوځ یو قوماندان، په داسې حال کې چې د نهو نورو قوماندانانو لخوا محاصره شوی و، د ژوندۍ خپرونې کیمرې ته وویل: «موږ اردو او امنیتي ځواکونو … پریکړه کړې چې د رژیم واکمني پای ته ورسوو چې تاسو پیژنی».

دغه پوځي قوماندان زياته کړه: دغه کودتا د امنيت له پرله پسې خرابوالي، اقتصادي رکود او د ټولنې د حکومتولۍ له خرابيدو وروسته شوې ده.

هغه دا هم وویل چې په نایجر کې ټول دولتي دفترونه ځنډول شوي، مګر څارونکي به د دې سازمانونو ورځنۍ چارې په غاړه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا