اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د مځکو وېش پرانیستل شو

دید خبرې آژانس: په کندهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو او دوی ته د مځکو د وېش لړۍ د هېواد د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ پلاوي او د ځايي چارواکو په شتون کې پیل شوې.

په جوړو شویو مراسمو کې د هېواد لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو حل ته ژمن دی او غواړي هغوی ته په هېواد کې د ارام ژوند شرایط برابر کړي.

همدارنګه د ملي المپیک رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د شته امکاناتو په کارولو د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

نوموړي پر ملي او نړیوالو مؤسسو غږ وکړ چې د دې ښارګوټي د پراختیا او د کډوالو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ آمر احسان الله حلیم وویل چې یاد ښارګوټی په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی او په لومړي پړاو کې به ۷۹۰ د استوګنې نمرې ووېشل شي.

هغه وویل، چې په ښارګوټي کې به جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، مارکیټونه، تفریحي پارکونه، ورزشي میدانونه او نور اړین ځایونه جوړ شي.

حلیم زیاته کړه چې د دې ښارګوټي د جوړولو لپاره لومړنۍ بودیجه ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده،

د نوموړي په وینا، چې د کندهار په ژړۍ، پنجوايي، تخته پل او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د نورو لویو ښارګوټو د جوړولو تخنیکي سروی هم روانه ده.

په پای کې، ۲۵۰ بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د مځکو اسناد هم ووېشل شول.

باید وویل شي، چې د دې ښارګوټي موقعیت د کابل-کندهار لویې لارې پر مسیر د مانجې غره سره دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا