افغانستانروستي خبرونه

د کندهار په برښنا ریاست کې فساد

د ولايتي شورا رئيس وايي، د برېښنا رياست تېل په ښکاره په ټانکرانو کي خرڅېږي

د ولايتي شورا نوبتي غونډه چي د شورا د رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال په مشرۍ جوړه سوې وه پر مهال يې مرستيال حاجي عبدالقيوم بارکزي، منشي او نژدې ټولو غړو برخه اخيتسې وه. د ولايتي شوراپه غونډه کي پر ګڼو نورو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې مهم تصميمونه ونيول سوه.
د ولايتي شورا د يک شنبې په غونډه د شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، د برېښنا رياست هغه تېل چي د جېنټرانو د برق لپاره راځي زيات يې خرڅېږي.
ښاغلي خاکرېزوال وويل، د برېښنا رياست صنعتي پارک ته ترو برېښنا ورکړي او بيل يې هم کم مصرفه وي، خو د عام ولس د کورونو بيلونه دوه برابره وي.
هغه وويل، که د برېښنا رياست اړوند يادي ستونزي دا ځل حل نه سي، نو اړ دي، چي د حل په موخه يې مرکز کابل ته ولاړ سي او حل ته د لوړ پوړو چارواکو سره ستونزي شريکي کړي.
د شورا په نننۍ غونډه کي ښاغلي خاکرېزوال همداراز وويل، په کندهار کي وهابيان د شريعت څخه خلاف خبري کوي او اسلام کي ناروا کړني روا بولي.
نوموړي وويل، د شورا راتلونکي غونډي ته وهابيان راغواړي او د دې بې بنسټه فتوا وو په اړه خبري ورسره کوي، څو په راتلونکي کي د دوی د داډول څرګندونو مخه ونيسي.
د شورا رئيس همدارنګه وويل، چي د ځينو پر مختيايي پروژو په داوطلبي کي فساد کېږي او ځيني کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره پروژې په خپله نفه پای ته رسوي. هغه وويل، ياده موضوع به د کندهار والي او مرستيال والي سره شريکه کړي او د پروژو په برخه کي به فساد له منځه يوسي.
د ولايتي شورا غړي محمديوسف يونسي بيا وويل، چي د کندهار روزګان لويه لاره خرابه ده او دامهال مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه غوښتنه وکړه، چي د يادي لاري د رغوني په موخه دي شورا هلي ځلي وکړي او دغه لار دي د مسافرو د تګ را تګ لپاره په پاخه او اساسي شکل ورغوي.
د يادولو وړده، چي د شورا په نننۍ غونډه کي د ګڼو عامو خلګو پر عرض پاڼو باندي هم بحث وسو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول سوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا