اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د کندهار د دره نور مرمر ډبرو پروژې تړون لاسليک شو

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري، د «امي اوغلو» ترکي شرکت له مرستيال موسی امي اوغلو سره، د کندهار د دره نور مرمر ډبرو سترې پروژې تړون نن په کابل کې لاسليک کړ.

دغه تړون د لسو کلونو لپاره دی او پر بنسټ به يې ياد شرکت د ۶.۲ میلیونه امریکايي ډالرو‌ په ارزښت پانګونه وکړي او د معياري اکتشاف، استخراج او پروسس چارې به ترسره کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: “د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، د کانونو او پټرولیم وزارت د مرمر ډبرو د زیات شمېر کانونو تړونونه لاسلیک کړي چې اوسمهال یې چارې په پوره روڼتیا او چټکتیا سره روانې دي.”

ملا بدري، د کندهار د دره نور مرمر ډبرو پروژې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: “نن موږ د مرمر ډبرو د یوې سترې پروژې تړون چې د کندهار په دره نور سیمه کې موقعیت لري؛ د «امي اوغلو» له ترکي شرکت سره لاسلیک کوو. یاد شرکت به د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې ۶.۲ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي او دغه راز د خپلو ژمنو پر اساس به خپلې چارې د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کړي.”

همدا رنګه، د «امي اوغلو» شرکت مرستیال، د دغه شرکت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې یاد شرکت د مرمر ډبرو، نفت او ګازو کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې ۵۰ کلنه تجربه لري.

هغه ژمنه وکړه چې له تولید او پروسس وروسته به د افغانستان د مرمرو ډبرې په نړیواله کچه معرفي او ځانکړي پېرودونکي ورته پيدا کړي.

هېره دې نه وي چې د ياد کان د چارو په پيل سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره او د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیز خدمتونه وړاندې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا