د کندهار د اوسېدونکو او صنعتګرو برېښنا تامینيږي
دید خبرې آژانس: د رییس الورزا اقتصادي مرستیال په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د پراختیا د دریو لویو پروژو پاتې کار پرانیست.

د کندهار، زابل او هلمند په ولایتونو کې د برېښنا د درېیو هغو سترو پراختیايي پروژو چارې چې د جمهوريت له وخته نیمګړې پاتې وې، بېرته پیل شوې.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر چې د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی، وايي اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې بیخ بنایي پروژې پلي کړي.
هغه زیاته کړه: «په دې پروژه کې چې له کجکي څخه تر کندهار ښاره پورې د ۱۱۷ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول کېږي او په دې مسیر کې به څلور سبسټېشنونه هم جوړ شي، د اسلامي امارت له بنسټیزو پروژو ګڼل کېږي، چې د خلکو د خدماتو د وړاندې کولو او صنعتي انرژۍ د تأمین په برخه کې پلي کېږي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هدایت الله بدري هم و ویل: «په اصل کې، د هېواد صنعت او د زموږ د خلکو اړتیاوې هغه وخت پوره کېدای شي چې موږ په داخل کې برېښنا ولرو. دا مهال اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې لکه د اوبو بندونو، د سکرو او ګازو زېرمو چې ترې انرژي تولیدېږي، کار روان کړی دی.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیبالله حقاني هم زیاته کړه: «برېښنا په اقتصادي برخه کې د روح حیثیت لري، او موږ ډېر خوښ یو چې په دې برخه کې ګام اخلو، او دا پروژه، له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا د مزي د غځولو پروژه ده.»
د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وايي، د دغو درېیو پروژو ټولټال لګښت۹۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې چې د راتلونکو ۱۲میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د دغه شرکت رییس، عبدالباري عمر بیا وايي: «د جمهوریت په دوره کې ټاکل شوې وه چې د دغو پروژو د بشپړولو لپاره به ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت وشي؛ خو اوس، د روڼتیا او حسابورکونې له امله چې په دې نظام کې شته، او دا چې د نظام لوی او واړه ټول له بشپړې ژمنتیا سره کار کوي، د دې پروژې ارزښت ۹۴۰ میلیونه افغانیو ته راټیټ شوی، چې له پخواني لګښته زیات نیمایي ته کم شوی دی.»
د امارتي شرکتونو رییس، احمد جان بلال څرګنده کړه: «د دې پروژې اداري او تدارکاتي بهیر په لنډ وخت کې بشپړ شو، قراردادونه ترسره شول، او د اقتصادي معاونیت د ځانګړې پاملرنې له امله، دا پروژه په چټکۍ سره د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا تصویب شوه.»
د سرپرست حکومت مسوولان دغه راز وايي، چې د برېښنا د سبستېشنونو د جوړولو او د مزو د غځولو د یو شمېر نورو پروژو کار هم روان دی. دوی دا پروژې د انرژۍ په برخه کې د ځان بساینې، د نویو کاري فرصتونو د برابرېدو او د بېخ بناوو د پیاوړتیا پر لور یو مهم ګام بولي.