دید خبرې آژانس: پرون د کب ۲۴مه د کمونیستي رژیم پر وړاندې د هرات د خلکو د خونړي پاڅون له ۴۶مې کلیزې سره برابره ده.

د کمونیستي نظام پر وړاندې د هرات د خلکو پاڅون څخه د ۴۶ کلونو په تېرېدو لاهم ددغې خونړۍ پېښې یاد او خاطرې ژوندۍ دي.
د کب ۲۴ مې پاڅون دغه مراسم د هرات سلګونه اوسېدونکو او سیمهییزو مسوولینو دلته د هرات ښار ګازرګاه جامع مسجد کې نمانځل کېږي.
د هرات والي، نور احمد اسلام جار په دې اړه وايي:«ځینې جاهل خلک کله ناکله چټیات وايي. یو ځل وايي چې بګرام غواړو، بل ځل د ټانک او ټوپک غوښتنه کوي. خو دا بېاساسه خبرې به هیڅ ځای ته و نه رسېږي. موږ له هغو څو هوښیارو کسانو ، چې په لعنتي سپين ماڼۍ کې ناست دي، غواړو چې خپل لیوني هوښیار کړي او د افغانستان له تاریخه درس واخلي.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس، احمدالله متقي په دې اړه وايي: «د کافرانو له نظره، د افغانستان ستونزه اسلامي امارت دی، او د دې نظام د له منځه وړلو لپاره يې بېلابېل تبلیغات او دسیسې روانې کړي دي. دوی غواړي چې اسلامي نظام بدنام کړي او د افغانستان مسلمان ولس یو ځل بیا بېکوره کړي.»
د هغه مهال کمونیستي نظام پر وړاندې د هرات د خلکو د کب ۲۴ مې پاڅون په هېواد کې یوه خونړۍ او ویرونکې پېښه ګڼل کېږي.
د تاریخي روایتونو پربنسټ دغه پاڅون د کمونیستي نظام او پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر وړاندې د پاڅونونو پیلامه شوه.
د هرات د ګازرګاه جامع مسجد خطیب، فضل الرحمان انصاري هم وايي: «خلکو د همت ملا وتړله، د خپلو شهیدانو وینه یې له پامه و نه غورځوله او روسیې او د هغوی غلامانو ته یې وویل چې موږ د هماغو مجاهدینو اولادونه یو چې د انګریزانو پوزه مو په خاورو ووهله.»
د هرات د کب ۲۴ مې پاڅون څخه د څه کم نیمې پېړۍ په تېرېدو سره ځینې عیني شاهدان له دغې خونړۍ ورځې لړزونکي حکایتونه لري.
پخوانی جهادي، سید احمد قتالي وايي: «کله چې موږ د کندهار دروازې ته داخل شوو، د خلقي رژیم ټانکونو او وسلوالو پر خلکو ډزې وکړې او ګڼ شمېر کسان، چې څو تنه د مجاهدینو مشران هم پکې شامل وو، شهیدان شول. خو هر څومره چې خلک شهید کېدل، نور یې پر مخ تګ ته دوام ورکاوه.»
یو بل پخوانی جهادي، وکیل احمد مجاهد و ویل: «د افغانستان ستر ولس او د هرات ولس، د ظلم، استبداد او بېعدالتۍ پر وړاندې ودرېدل. هغوی د کمونیزم پلویانو پر ضد پاڅون وکړ او بېوسلې او بربنډې پښې یې د دوی پر وړاندې مبارزه وکړه.»
د هرات اوسېدونکو په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د هغه مهال کمونیستي نظام پر وړاندې پاڅون وکړ. ویل کېږي دغه ورځ له ۲۴ زره زیاتو پاڅونوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه تنه نور ټپیان او معلول شول.