اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د کرېکټ بورډ مشرتابه او ځیني لوبغاړي د حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي

دید خبرې آژآانس: د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په ګډون نن دوشنبه د ( لیندۍ ۲۶مه) د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي او د کرېکټ ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره تللي دي.

تر دې وړاندې د طا-لبانو حکومت ځینې مشران او د افغانستان د شعیه ټولنې استازي دغې فاتحې ته له کابله پکتیا ته ورغلي وو.

په هغو انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي د کرېکټ ملي لوبغاړو له ډلې قیس احمد او شرف الدین اشرف تر څنګ د ملي لوبډلې روزنکی رییس احمدزي هم د فاتحې کوونکو په دغې ډله کې شامل دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو انځورونو کې ښکاري چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د فاتحې په دغو مراسمو کې نشته او د کرېکټ بورډ دغه غړو د هغه د کورنۍ یوه بل غړي ته فاتحه کړې ده.

همدا راز یو شمېر چینايي سوداګر هم پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو ته ورغلي دي.

خلیل الرحمن حقاني چې د طا-لبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وژل مخکنی وزیر و، پنځه ورځې وړاندې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د حقاني شبکې د رهبرۍ د دغه غړي فاتحې ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو تر څنګ د ځینو بهرنیو هېوادونه خلک هم ورغلي؛ خو د طا-لبانو مشر ملا هیبت‌الله نه یوازې دا چې د هغه په جنازه کې ګډون یې ونه کړ بلکې لا تر اوسه یې په فزیکي توګه د نوموړي کورنۍ ته فاتحه هم نه ده کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا