د کرېکټ اتلانو جام ګټونکي ولې سپینې کورتۍ اغوندي؟
تېره شپه (د مارچ میاشت نهمه) د هند له لوري د نیوزلنډ پر وړاندې د اتلانو جام (چمپینز ټرافۍ) تر ګټلو وروسته هندي لوبغاړو ته د مډالونو ترڅنګ سپینې کورتۍ هم ور واغوستل شوې چې د ډېرو خلکو پام یې ځانته ور اړولی دی.

خو دا کورتۍ ولې اغوستل کیږي؟
په کرېکټ کې سپینې کورتۍ یوازې هغه وخت اغوستل کیږي چې کومه لوبډله د اتلانو جام اتلولي وګټي چې پیل یې په ۲۰۰۹ کال کې د سویلي افریقا په کوربتوب د اتلانو له جامه شوی دی.
د اتلانو جام لوبې که څه هم له ۱۹۹۸ پیل شوي خو په لومړیو پنځو پړاونو کې یې دغه دود برخه نه وو او د اسټرالیا ریکي پانټینګ بیا لومړۍ لوبغاړی دی چې دغه کورتۍ ور اغوستل شوې ده.
د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري که څه هم د شل او پنځوس اوریزو نړۍوال جامونه او د ټسټ اتلولۍ لوبې هم جوړیږي خو د سپېنو کورتیو نښه یوازې د اتلانو جام ګټونکو ته ځانګړې شوې ده.
دا نښه په حقیقت کې د ګلف لوبې د شنې کورتۍ د نښې کاپي ده.
په ګلف کې شنه کورتۍ د نړۍ تر ټولو غوره ګلف لوبغاړي او یا په نړۍ کې د ګلف لوبې تر ټولو معتبر کلب (اګوسټا د ګلف ملي کلب) غړو ته ورکول کیږي.
سپېنې کورتۍ اوس په کرېکټ کې د بریا تر ټولو پیاوړې نښه ده او د نړۍ تر ټولو غوره پنځوس اوریزه لوبډلې ته د درناوي په موخه ورکول کیږي.
د سپینو کورتیو اغوستونکي په دې معنا دي چې په نړۍواله کچه د پنځوس اورونو په فارمټ کې ترې غوره لوبډله نشته.
د کرېکټ نړۍواله شورا د اتلانو جام له پایلوبې مخکې یو خیاط دواړو لوبډلو ته استوي او د دواړو لوبډلو د لوبغاړو اندازه اخلي او بیا ورته سپېنې کورتۍ جوړوي خو اغوستل یې یوازې د هغو په برخه کیږي چې پایلوبه ګټي.
هند تېره شپه د نړۍ لومړۍ لوبډله شوه چې درې ځلې د اتلانو جام ګټي.
دغه جام په لومړي ځل (۱۹۹۸) سویلي افریقا، (۲۰۰۰) نیوزلنډ، (۲۰۰۲) هند او سریلنکا، (۲۰۰۴) وېسټ انډیز، (۲۰۰۶) اسټرلیا، (۲۰۰۹) اسټرلیا، (۲۰۱۳) هند، (۲۰۱۷) پاکستان او (۲۰۲۵) کې هندۍ لوبډلې ګټلی دی.
افغانستان بیا په لومړي ځل په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان په کوربتوب په اتلانو جام کې برخه واخیسته چې خپل سفر یې پکې په یو بري، یو مساوي او یوې بایلې سره پای ته ورساوه.