اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د کرونا ویروس، یو شمېر محبوسین او توقیف شوي، خوشې کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، د هیواد قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس او لوی څارنوال په ګډون د ازادۍ د سلب په محلونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو په موخه د کابینې د پرونۍ غونډې د پرېکړې په تعقیب، غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه د زندانونو چارو د تنظیم لوی رئیس هم حضور درلود، د هغو محبوسینواو توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې برخلیک ټاکونکي شوي نه دي، بحث او خبرې وشوې.
غونډې پرېکړه وکړه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د ذکر شویو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي، ترڅو وتوانېږو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیسو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا