دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې د ګډون په موخه ایران ته په سفر روان شو.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ دغه نندارتون، چې د غویي له ۸مې تر ۱۲مې نېټې پورې دوام کوي، هر کال د نړۍ څهباندې سلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه وي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې رسمي سفر کې د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د کرنې او مالدارۍ مرستیال تخنیکي سلاکار خلیل نوراقا صافی او ځیني کورني او بهرني پانګه وال د نوموړي ملتیا کوي.
په خبرپاڼه کې د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره خبرې او د اترې دوی هڅول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګه والو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکتور وده، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
سرچینې هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.