د کجکې بند د تمويل په موخه تړون لاسلیک شو
دید خبرې آژانس: نن دوشنبه (د تلې ۲۳مه) د طا-لبانو تر ادارې لاندې برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کجکې د برېښنا بند د پروژې د تمویل لپاره یې درې اړخېزه تړون لاسلیک کړى دى.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه تړون د برېښنا شرکت لپاره د طا-لبانو د ټاکل شوي رئیس عبدالباري عمر، په افغانستان ملي بانک کې د طا-لبانو د ټاکل شوي رئیس شاکر جلالي او د کجکي د انرژۍ د تولید شرکت د مشر بوراک انسال ترمنځ لاسلیک شو.
د برېښنا دولتي شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان ملي بانک ژمنه کړې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د کجکي بند د پروژې مالي ملاتړ په موخه به د کجکي د برېښنا تولید شرکت ته ۱۲ میلیونه ډالره د «مرابحې بيع» په بڼه ورکړي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ملي بانک به دغه پاڼګه د پنځو کلونو په موده کې د مرابحې بيعې په بڼه دغه شرکت ته ورکړي، څو د دغې پروژې له پراختیا سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په سوېل کې د هلمند ولايت د برېښنا د رسولو له مهمو بندونو څخه دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې برخې له دویم فاز څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید قرارداد په ١٣٩٦ کال کې له یوه ترکي شرکت سره په تېر حکومت کې لاسلیک شوی و.
په همدې حال کې، د دې پروژې دویم پړاو د ١٤٠٢ کال د زمري په میاشت کې بشپړ او د طا-لب چارواکو لخوا پرانیستل شو. د دې برخې د دویم فاز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټه برېښنا ده.
دا بند اوسمهال د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.