اسلایدشوافغانستانبرگزیدهروستي خبرونهسیاست
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه
دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين مهاجر فراهي په مشرۍ، د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د خپرونو چارو معين، د کمېسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې کړې او فعالیتونه یې مثبت ارزولي دي.
همدا رنګه، د کمېسیون غړیو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي چې په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي.
د ناستې په پای کې، د کمېسیون پر غړیو هغه کتابونه وېشل شوي چې د ارزونې په موخه راجع شوي وو او دغه راز د کتاب ارزونې کمېسیون کلنی راپور له ګډونوالو سره شریک شوی دی.