اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د کانګرېس پرېکړه لیک: د ویانا له پروسې باید ملاتړ وشي

دید خبرې آژانس: د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس په ۱۴۳۳ پرېکړه لیک طا-لبان «ترهګريز سازمان» وباله او د طا-لبانو پر ضد د سیاسي اپوزیسیون د یوې غونډې په توګه یې د ویانا پروسې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

 دغه طرحه د چهارشنبې په ورځ (د وږي ٢١مه) د امریکا د کانګرېس د یوه غړي تيم بورجټ له خوا دغه مجلس ته وړاندې شوه.

د دغه پرېکړه لیک په متن کې راغلي: «په داسې حال کې چې طا-لبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د واک ترلاسه کولو سره سم په منظم تاوتریخوالي، جبر او ترور لاس پورې کړ، د افغانانو اساسي حقونه یې کمزوري کړي او نړیوال معیارونه یې تر پښو لاندې کړي دي. په ورته وخت کې، دوی بهرنیو ترهګرو سازمانونو ته پناه ورکوي او مرسته ورسره کوي. «[طا-لبانو] د [ترهګرو] بریدونو لپاره خوندي پټنځای جوړ کړی، چې سیمه نوره هم بې ثباته کوي او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.»

طا-لبانو تر اوسه د امریکا د کانګرېس د دغه پرېکړه لیک په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې په دغه پرېکړه لیک کې همداراز ویلي چې د طا-لبانو په کړنو کې د ښځو او نجونو ځپل، د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کول او د قومي او مذهبي اقلیتونو په نښه کول شامل دي چې د یوه «ترهګریز سازمان» د ځانګړتیاوو بېلګې دي. چې له مخې يې نړیواله ټولنه د دوى پر غندولو استدلال کوي.

د کانګرېس په پرېکړه ليک کې راغلي: « لازمه ده چې متحده ايالات په افغانستان کې د ډيموکراتيکي حکومتولۍ او بشري حقونو د ودې او همدارنګه د هغو کسانو ملاتړ باندې چې د طالبانو د استبدادي حکومت مخالفت کوي، بيا کتنه وکړي.»

په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د ویانا پروسه چې د طا-لبانو پر ضد د مقاومت جبهه او د نورو خوځښتونو او شخصیتونو څخه جوړه ده، د طا-لبانو د ټولو مخالفو ډلو لپاره د هیلو د څراغ په توګه کار کوي او کولای شي چې د طا-لبانو «د طا-لبانو ظالم رژیم» پر ضد متحدې جبهې پیاوړي او ورڅخه ملاتړ وکړي.

د امریکا د استازو مجلس هم د ویانا له پروسې او د هغې له اړخونو سره د نړیوالو اړیکو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د امریکا د استازو مجلس په ۱۴۳۳ پرېکړه لیک کې ویلي دي چې د امریکا له حکومت څخه غواړي چې د ویانا په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او ملاتړ یې وکړي. تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې هېواد د راتلونکي او حکومتولۍ په اړه په هر ډول خبرو اترو کې د افغانانو هیلو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د امریکا کانګرېس همداراز د افغانستان له خلکو سره، په ځانګړې توګه هغه کسانو سره چې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال خاشيې ته شوي او پرې ظلم شوى دى، پیوستون څرګند کړ.

د کانګرېس د پرېکړه لیک په پنځم بند کې راغلي چې په ټولو ډیپلوماتیکو هڅو کې باید د بشري حقونو او دیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړ وشي.

د دغه پرېکړه ليک په شپږمه فقره کې د کانګرېس له منشي څخه غوښتل شوي، چې د دغه پرېکړه ليک يوه کاپي د بهرنيو چارو وزير او ملګرو ملتونو ته واستوي او له هغوى څخه وغواړي چې د يوه ډيموکراتيک او له ظلم څخه د پاک افغانستان د پياوړتيا لپاره د ويانا د بهير له موخو څخه ملاتړ وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا