اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د کانګرس ځینې غړي: سپینه ماڼۍ باید د طا-لبانو په اړه د ټولنې تګلاره جوړه کړي

دید خبري آژانس: د امریکا د کانګرس ځینو غړو په یوه پرېکړه لیک کې د جوبایډن له حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره یوه هر اړخیزه ستراتیژي عملي کړي.

په دغه ګډ پرېکړه‌لیک کې د امریکا د کانګرس د دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو غړو د افغان مېرمنو پر وړاندې د طا-لبانو وروستي چلند ته اشاره وکړه او د مخنیوي لپاره یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې پخواني امریکايي عسکر او د کانګرس د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي جیسن کرو په دې وروستیو کې په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې په دې پرېکړه لیک کې د طا-لبانو له خوا د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د ځورولو په اړه څېړنه شامله ده.

د دغه کانګریس په وینا دغه پریکړه لیک د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا حکومت هڅوي چې له خپلو متحدینو سره په ګډه د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې امریکايي چارواکي د روانې میاشتې په پای کې په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وګوري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا