اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د کانکور ازموينې د پايلو اعلان: محمود د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د کانکور د ملی آزموینې پایلې اعلان شوې چې په دې پړاو کې د فراه ولایت محمود د ۳۵۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور په آزموینه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کانکور ازموينې ملي اداره چې د لوړو زده کړو وزارت تر څارنې لاندې فعاليت کوي، د دوشنبې په ورځ (د سنبلی ١٣مه) د ملي کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې.

د سیالیو په دې پړاو کې له کابل څخه عباس د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

سږنۍ سیالۍ د نجونو له شتون پرته او په څو پړاوونو کې ترسره شوې.

د دې رياست د اعلاميې له مخې، د فراه ولايت د يوې خصوصي لېسې زده کوونکى محمود ولد عبدالجميل د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى او د کابل د غازي لېسې زده کوونکى عباس د ٣٥٧ نمرو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړى دى.

په افغانستان کې د کانکور ازموینه په تیرو څو کلونو کې د سیاسي جنجالونو سبب شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا