اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د کانونو او پټرولیم وزارت: د روسیه هیواد پانګوال غواړي د بلخاب د مسو په کان پانګونه وکړي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسي پانګوالو یو پلاوی کابل ته راغلی او غواړي د بلخاب د مسو په کان  پانګونه وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه روسي پلاوي د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې له طا-لبانو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په څه کم درې کلونو کې طا-لبانو د افغانستان د کانونو کېندنې ته په بې ساري ډول لومړیتوب ورکړی دی.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو مطالعاتو د انسټيټيوټ  لوړپوړي څېړونکي ګورګي مچیتیدزه په یوه مقاله کې ویلي دي چې القاعده شبکه د افغانستان د کانونو کېندنې او قاچاق کې لاس لري.

دغه روسي څیړونکي د «افغانستان د بې ثباتۍ سیمه ایزې پایلې» تر سرلیک لاندې په خپله مقاله کې چې د روسي ژبې ورځپاڼې « نيزويسيمايا  ګزيته» له خوا خپره شوې، لیکلي چې القاعده شبکه په تخار او بدخشان کې هم د يوشمېر کانونو څارنه کوي.

په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د کانونو په استخراج نیوکه کوي او وايي چې دغه کانونه ملي پانګه ده او باید د افغانانو په ګټه ترې کار واخیستل شي.

له بلې خوا د چین او ازبکستان په ګډون د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو په وار وار د افغانستان د کانونو د کېندنې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د کانونو د کېندنې په بهیر کې روڼتيا نشته او څرګنده نه ده، چې ددې کانونو عواید په څه لګول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې طا-لبانو په دې وروستیو کې د بامیان ۲۰ زره ټنه جست پر یوه خصوصي شرکت پلورلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا