اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر قطر ته ولاړ

دید خبری آژانس: د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمری د یوه پلاوی په مشرۍ قطر ته روان شو.

سرپرستو حاکمانو ته نږدې رسنیو خبر ورکړی، چې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی.

طا-لبانو ویلي چې دا سفر یې د قطر په رسمي بلنه ترسره کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم ویلي، چې ملا عبدالمنان عمري به په دغه سفر کې قطر ته د کار له وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د طا-لبانو په وینا دوی به په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو پر ستونزو او قطر ته د مسلکي او نیمه ماهرو افغان کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې وکړي.

قطر د کارګرانو د حقونو په برخه کې یو له بدو هېوادونو څخه دی. د قطر د نړیوال جام د کوربه توب په اړه په سترو پروژو کې د کارګرانو سخت او نه ستړي کیدونکي کار په پرله پسې ډول د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو اعتراضونو او نیوکو سره مخ شو.

د دغو پروژو په ترڅ کې د سختو کارونو او سختې ګرمۍ له امله ګڼ شمېر کارګران مړه شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا