دید خبرې آژانس: کابل ښاروالۍ د ښار اړوند ۱۵مې ناحیې له بازارونو څخه د ۲.۵ټنه بې کیفیته توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۲زره ۵۰۰۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د رئيس انجنیر عبیدالله شیرزاد له قوله ویل شوي، چې په دې توکو کې شیدې، ملايي، مکروني، بیسکویت، د لوبیا او نخودو کنسرو، د مینځلو او څښاک توکي شامل دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلو په موخه، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا څانګې له لوري له بازارونو څخه څارنې روانې دي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتنه شوې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو پېرلو پرمهال د هغوی د مصرف نېټې او کیفیت ته پام وکړي