اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د کابل چاودنې مسٶليت دا/عش پرغاړه واخيست

دید خبرې آژانس: دا/عش تروریستی ډلې د کابل په لوېدیځ کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.

طا-لبانو ویلي، چې پرون ( یکشنبه، زمري ٢١) ماسپښین د کابل په لوېدیځ کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

خو اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې دا/عش په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې پر یوه موټر چې د شیعه لږکیو غړي يې لېږدول، چاودنه کړې، چې شاوخوا ۱۳ کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

تر دې مخکې د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طا-لبانو ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې چاودنه د کابل په دشت برچې  کې په یوه «مرسډیز» موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.

له پېښې وروسته په لومړیو دقیقو کې د کابل ايمرجنسي روغتون ویلي، چې له چاودنې اته کسان ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ايمرجنسي بنسټ پر اېکس  ویلي چې په ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي.

دغې بنسټ زياته کړې، چې له ټپيانو يې ٧تنه جراحۍ عملياتو ته اړتیا لري او د یو تن وضعیت نازک دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا