Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان دي

دید خبرې آژآنس: په کابل کې د طا-لبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پېښه تایید کړه، او ویې ویل چې د معلوماتو له مخې په دې برید کې، چې په دشت برچي سیمه کې وشوه، یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.

 د افغان رسندویو راپورونه وايي چې د کابل په لوېدیځ کې پرون په چاودنه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پېښه تایید کړه، او ویې ویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې، چې په دشت برچي سیمه کې وشوه، یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.

ده د پېښې د څرنګوالي په اړه ویلي چې د سپرلیو په بس کې اېښودل شوی ماین چاودلی دی.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش به کړی وي.

طا-لب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې برید چا کړی او انګېزه یې څه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button