اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث
د کابل په هوايي ډګر کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول
ډید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په هوايي ډګر کې یې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د دلو ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې ۴ تنه نیولي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دوه نور کسان چې له وتلو منع شوي هم غوښتل چې له افغانستانه بهر ته ولاړ شي.
دغه دوه کسان هم د کابل په هوايي ډګر کې نيول شوي وو.