اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د کابل شهزاده سرای پر ګرځنده صرافانو باندې د طا-لبانو لخوا نوي بنديزونه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې د کابل په شهزاده سرای کې د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پرفعالیت بنديز لګولی دی.

د دغې کمېټې په اطلاعیه کې راغلي: «د سرای شهزاده ټولو لاس پلورونکو ته خبر ورکول کیږي، چې په سرای کې د فعالیت اجازه نه لري.»

د طا-لبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې بیا په اطلاعیه کې د دې پرېکړې د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، په شهزاده سرای کې څه باندې دوه زره د پيسو تبادلې ګرځنده «صرافان» فعاليت کوي او اوسمهال له سرای بهر هم ټولې غرفې تړل شوي دي.

دغه اطلاعیه د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت، د افغانستان د مرکزي بانک د ریاست، د طا-لبانو د استخباراتو د عمومي ریاست او د صرافانو د اتحادیې له خوا لاسلیک شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا