Uncategorizedافغانستان

د کابل د برښنا ستونزه د کندوز د جګړې له لامله ده

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، په کندوز کې د جګړو له امله کابل ته د راغلې برېښنا یوه پایه وېجاړه شوې ده، نو ځکه د کابل ښار په برېښنا کې ستونزې پيدا شوې دي.

د برېښنا ریاست یوې سرچینې وویل، چې ددغې پایې تر جوړېدو به یاد شرکت د ازبکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا کابل ښار ته ورکړي. د سرچینې په وینا چې د تاجکستان هېواد د وارداتي برېښنا پایه د کندوز په بز کندهاري سیمه وېجاړه شوې ده.

Back to top button