د کابل او برلین ترمنځ د اړیکو پر رغېدنې د اسلامي امارت ټينګار
دید خبرې آژانس: د جرمني د پارلمان څېړنیزې کمېټې په افغانستان کې د دغه هېواد د شل کلن حضور په تړاو د راپور په خپرولو سره، وايي چې په افغانستان کې د جرمني ماموریت ناکام شوی دی.
د دې کمېټې مشر د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر خبرو د ټينګار ترڅنګ زیاته کړې ده، چې دغه چاره باید له هغوی سره د هملاسۍ په مانا نه شي.
د جرمني رسنۍ: هغه دې ټکي ته اشاره وکړه چې د افغانستان اوسنۍ وضعیت له ناورینه ډک دی. که څه د هغه په باور اړتیا نشته چې په افغانستان کې سفارت پرانېستل شي، خو په وینا یې دا مهمه ده چې جرمني هلته خپل کارکوونکي ولري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې جرمني په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اشعال او د هېوادوالو په ځورولو کې لاس درلود، چې باید جبران شي.
نوموړي دغه راز د کابل او برلین ترمنځ د اړیکو پر احیا په ټينګار سره وایي چې باید د کابل او برلین ترمنځ تعاملات بېرته عادي او مثبت شي.
ښاغلی مجاهد په دې اړه وايي: “له بده مرغه، جرمنیان شل کاله د افغانستان په اشغال کې ښکېل وو، په قتل، وژنو او همداراز د خلکو په ځورولو کې لاس درلود. دا باید تلافی شي. دا چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د جرمني په ګډون غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. جرمني یو داسې هېواد دی چې له تاریخي پلوه له افغانستان سره اوږدمهالې، ښې او د باور وړ اړیکې لري.”
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې له افغانستان سره یې د هېواد پیوستون نه ماتېدونکی دی.