اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

د ښځینه آرایشگرانو اعتراض د طا-لبانو لخوا ودرول شو

دید خبري آژانس: په کابل کې ښځو د طا-لبانو له خوا د زیبایی د سالونونو د تړلو پر ضد لاریون وکړ، خو طا-لبانو یې په ځواب کې هوايي ډزې وکړې او اوبه یې سپرې کړې.

طا-لب ځواکونو نن چهارشنبه (د سرطان ۲۸مه) په کابل کې د ښځو د یوې ډلې اعتراضیه غونډه له هوا څخه په ډزو او د اوبو په شیندلو سره ونړوله.

دغه مېرمنې چې ویل کېږي د آرایشگران دي، د زیبایی سالونونو د بندولو د حکم پر ضد یې احتجاجي غونډه کړې وه.

دوی د کابل ښار په مرکز کې د ډوډۍ او کار په شعارونو سره راټول شوي وو.

تېره میاشت طا-لبانو امر وکړ چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د ښځو د ویښتانو ټول سالونونه وتړي.

هغه مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي و، چې د طا-لبانو دغه فرمان به شاوخوا ۶۰ زره مېرمنې بېکاره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ښځو د حقونو د تحقق لپاره لاريونونه تل د هوايي ډزو او تاوتريخوالي له امله ځپل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا