د ښځو پر وړاندې محدودیتونه؛ استرالیا له افغانستان سره د کرکټ لوبه وځنډوله
دید خبري آژانس د خبر له مخې، د اسټرالیا کرکټ بورډ د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له امله له افغانستان سره شل اوریزه سیالۍ ځنډولې دي.
اې بي سي نیوز د کب په ۲۸مه د استرالیا د کرېکټ بورډ په حواله راپور ورکړ چې ادارې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو له امله له افغانستان سره د دغه هېواد ۲۰ اوریزه لوبه ځنډولې ده.
دغې ادارې ویلي چې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اګست میاشت کې د اسټرالیا د کرکټ له ملي لوبډلې سره د ۲۰ اوریزو سیالیو په لړ کې پرله پسې درې لوبې ترسره کړي.
په همدې حال کې د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ له نړیوالې شورا او د افغانستان کرکټ بورډ سره به په راتلونکي کې د دغو سیالیو د ترسره کولو لپاره د یوې لارې موندلو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د هېواد د کرکټ بورډ ادارې تر اوسه د اسټرالیا د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
تیر کال د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له امله په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پر وړاندې د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ له ترسره کولو ډډه کړې وه.