د ښځو له شتون پرته د ملي کانکور ازموینې د نیټې اعلان
دید خبري آژانس: د کانکور د ملي ازموینې نېټه اعلان شوې ده، په داسې حال کې چې ښځې نشي کولای د تېر کال په څېر په دې ازموینه کې ګډون وکړي.
د ازموینو ملي ادارې په افغانستان کې د کانکور د ملي ازموینې د لومړي پړاو نېټه اعلان کړه.
د دې رياست د اعلاميې له مخې، چې نن دوشنبه (د سرطان په ۱۹مه) خپره شوې، د باميانو، بغلان، پکتيا، تخار، جوزجان، خوست، فارياب، لوګر، دايکنډي، سرپل او د ولايتونو په کچه د کانکور ازموينې لومړى پړاو پيل شوى دى. په غور کې د سرطان د میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نیټه ترسره کیږي.
د ازموينې رياست په يادو ولايتونو کې د کانکور د نوماندانو د بايوميټريک معلوماتو د ثبتولو نېټه د وري په ٢٧مه او ٢٨مه ټاکلې ده.
د دې رياست د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموينې په دويم او درېيم پړاو کې په پاتې ولايتونو او څلورم پړاو په پلازمېنه کابل کې کېږي او نېټه به يې وروسته معلومه شي.
طا لبان په دې سیالیو کې د نجونو د شتون په اړه څه نه دي ویلي.