اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ښځو د حقونو پر وړاندې د کابو ۷۰ فرمانونه د طا-لبانو لخوا صادر شوی

دید خبرې آطانس: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د ښځو د حقونو په اړه لږ تر لږه اویا فرمانونه صادر کړي دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، دغه فرمانونه په هېواد کې د ښځو د ژوند نږدې ټول اړخونه په نښه کړي دي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان ویلي چې، افغان مېرمنې د پرېکړې د حق غوښتونکي دي او خپلې زده کړې او حقونه غواړي.

دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د صادر شویو فرمانونو په حواله ویلي چې، د  افغانستان سرپرست حکومت شاوخوا یو اعشاریه یو میلیون نجونې چې ښوونځي ته د تلو عمر لري، د زده کړو له حقه بې برخې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت ادعا کوي چې، د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا