اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د ښځو د برحقه، انساني او مشروع غوښتنو څخه باید ملاتړ وشي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو کمیټه وایي، چې د ښځو له برحقه، انساني او مشروع غوښتنو څخه باید درناوی، ملاتړ او ساتنه وشي.

دغې کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهره بارکزۍ د روغتیایي وضعیت او د هغې د برحقه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اغلې بارکزۍ په زړورتیا د جنسیتي اپارتاید، د هزاره ټبرو د نسل وژنې او په افغانستان کې د نرښځیانو د حقونو په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

خبرپاڼه کې راغلي:« موږ د بشري حقونو په بنسټیزو اصولو باور لرو او د ټولنې د ټولو قشرونو حقونو ته په درناوي سره، له اغلې بارکزۍ او د هېواد د نورو ښځو له مشروع اعتراضونو او غوښتنو څخه خپل ملاتړ اعلانوو.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د افغانستان د نرښځیانو ټولنه چې د خپلو طبیعي ځانګړتیاوو له امله د کلتوري، ټولنیز، کورني او ان قانوني تبعیض سره مخ شوې، تر اوسه پورې په افغانستان کې یې د بشپړ حق لرونکو وګړو په توګه نه ده پېژندل شوې او نه یې په ټولنه کې د ځان لپاره ځای موندلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي:« په خواشینۍ سره، د دغې ټولنیزې ډلې لپاره د ځان وژنه، محرومیت او په څنډه کې د هغوی د پاتې کېدو ستونزه هغه لاملونه دي، چې دوی ترېنه کړېږي.»

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان د ښځو اعتراضونه او غوښتنې نه یوازې د هغوی د زړورتیا او فداکارۍ یادونه کوي چې د عدالت او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي؛ بلکې د هغوی د خپلو حقونو او د دوی د ټولیزې دندې منعکس کوونکي هم دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا