اسلایدشوافغانستانبرگزیدهمهم مطالب

د ښار جوړولو وزارت سرپرست د کابل والي سړه لیدلې

دید خبرې آژانس: د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د کابل له والي مولوي امین الله عبید سره په کتنه کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

SANYO DIGITAL CAMERA

د کابل والي په دغه کتنه کې د شته ښاري ستونزو، وړاندیزونو او پرمختیایي چارو په تړاو خبرې کړې دي.

په کتنه کې کې همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د نوي کابل ښار ملي پروژه، د کابل اداري کمپلکس، کابل کې د جوماتونو جوړېدو څرنګوالی او وضعیت، ښاري پراختیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د بشپړه همکارۍ او همغږي په اړه خبرې اترې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کتنه کې پر هغه لارو چارو خبرې کړې، چې په عملي کېدا سره به یې تر ډېره بریده شته ستونزې حل او د یو پرمختللي کابل لپاره لاره هواره شي.

د سرپرست وزیر په وینا د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړې، چې انډولیزه پراختیا رامنځته شي او هېوادوالو ته په زړه پورې ښاري خدمتونه وړاندې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا