په ایران کې خونړۍ چاودنې؛
د ژغورنې ملي شورا: ترهګري د بشریت ګډ دښمن دی
ډید خبري آژانس: د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا په ایران کې د خونړیو چاودنو په غبرګون کې وايي، د نړۍ په هر ګوټ کې د تروریستي اعمالو غندنه کیږي.
دغې شورا په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په شپه (د زمري ۱۳ مه) خپره شوه، د ایران له حکومت او ملت سره د غمشریکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل، ترهګري د انسانیت ګډ دښمن دی.
د ایران په کرمان ولایت کې د چهارشنبې په ماښام د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو له امله په لسګونو تنه مړه او ټپیان شول.
د ژغورنې ملي شورا: «ترهګري د یو نړیوال خطر په توګه د بشریت ګډ دښمن دی او د دې شورا نظر نړۍ په هر ګوټ کې هر ډول ترهګریز عمل چې د بشري ټولنو امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د بې ګناه انسانانو ژوند اخلي په کلکه غندي».
دغې شورا په ایران کښې د چاودنو په غندلو سره د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
باید وویل شي، چې د ایران په کرمان ولایت کې په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.