Uncategorizedاسلایدشوامنیت او حوادثنړۍ

د چین په شمال لویدیځ کې یوې چاودنې ۳۱ تنه وژلي دي

دید خبری آژانس: له چین څخه راپورونه وایی چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله ۳۸ کسان وژل شوی دی.

د رویټرز په نقل، د چین په شمال لویدیځ کې د ین چوان په ښار کې د باربیکیو په یوه ځانګړي رستورانت کې د چاودنې له امله ۳۱ تنه وژل شوي دي.

په دې چاودنه کې اووه تنه نور ټپيان شوي هم دي چې تر درملنې لاندې دي او د يو تن روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د پیښې ویډیو کلیپونه ښیي چې د چاودنې له امله د شیشې ټوټې د سړک سطح پوښلی.

ويل کېږي چې دغه پېښه د ګازو د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې، خو تر اوسه يې کره جزئيات نه دي په ډاګه شوي.

Back to top button