اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د چین سفیر له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستې اعلان وکړ

ډید خبري اژانس: په کابل کې د چین سفیر له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونو یوانو مرستې ته په اشارې سره وویل، هیله لري چې دغه مرسته به د دغه هېواد د خلکو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

په کابل کې د چين سفير ژائو ژينګ نن (د جدی ٢٤مه) په خپله ایکس پاڼه کې ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره يې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.

ژينګ ليکلي: چين به له افغانستان سره د سل مليونو يوانو په ارزښت بېړنۍ بشري مرستې وکړي. موږ هیله لرو چې دا مرستې به د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي چې د دوی ستونزې لرې کړي.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې د جنورۍ په ۱۱ مه یې د افغانستان په چارو کې د ایران له سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل او د افغانستان پر وضعیت یې د نظر تبادله وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا