Uncategorizedاسلایدشوسیاسي

د چین سفیر د کابل پوهنتون رییس سړه وکتل

دید خبرې آژانس: د چین سفیر د کابل پوهنتون له رئیس سره په لیدنه کې د ښوونیزو او فرهنګي همکاریو په اړه خبرې وکړې. هغه د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل پوهنتون له رئیس سره د پوهنې او فرهنګ په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چین په دې برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ په خپل ایکس کې لیکلي چې د کابل پوهنتون له رئیس اسامه عزیز سره یې لیدلي دي.

د يادونې وړ ده، چې له وروستيو سياسي تحولاتو او د هېواد د ښځو او نجونو پر وړاندې د تحصيلي محدوديتونو له لګولو سره، د کابل پوهنتون لسګونه استادان په خپلو کورونو کې پاتې شوي او يا هم له هېواده وتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button